د «الکتاب» کورس ته ښه راغلاست!
دا کورس ۸ لوستونه لری چی هر لوست په ځانګړی موضوع باندی رڼا اچوی. د هر لوست په پای کی پوښتنی هم شته چی تاسو باید هغه پوښتنو ته ځوابونه ووایاست. د ځینی پوښتنو لپاره باید تاسو سم ځوابونه په نښه کړی او ځینی نورو پوښتنو ته باید تاسو په تفصیلی بڼه ځواب ولیکئ. ددی کورس لپاره به تاسی یو شخصی او ځانګړی ښوونکي ولرئ چی تاسو سره به ستاسو د ځوابونو په اړه خپل نظریات شریکوی او تاسو هم کولی شئ د لا زیات وضاحت په موخه ورسره خپلی تعقیبی پوښتنی مطرح کړئ. کله چی تاسو یو لوست مکمل او ځوابونه یی ولیږئ نو ستاسو ښوونکی به د ۲۴ څخه تر ۴۸ ساعتونو پوری ستاسو ځوابونه په نښه کوی او تاسو سره به خپلی تعقیبی پوښتنی شریکوی.
د لوستونو په اړه د پوره مالوماتو د ترلاسه کولو او د هری موضوع په اړه د خپل شخصی ښوونکي سره د تفصیلی بحث کولو په موخه مونږ تاسو ته مشوره درکوو چی د ورځی یواځی یو یا دوه لوستونه بشپړ او پوښتنو ته یی په تفصیلی بڼه ځوابونه ولیکئ. د هر لوست په محتوا باندی ژور فکر وکړئ او هڅه وکړئ چی د هری موضوع تر بیخ پوری ځان ورسوئ او قناعت ترلاسه کړئ. کوښښ وکړئ چی د کورس د بشپړ کولو لپاره څو اونۍ وخت تیر کړئ ترڅو پوره مالومات ترلاسه کړائ شئ. مونږ هیڅکله د AI څخه ددی کورس په وړاندی کولو کی ګټه نه اخلو بلکه تاسو د یو حقیقی ښوونکی سره تماس په تماس کی یاست.
هیله مند یو چی تاسو به ددی کورس څخه خوند واخلی او دا کورس به تاسو سره مرسته وکړي چې خدای تعالی ته نږدې شئ!