اول درس: خدای څنګه خبری کوی؟

پاڼه :بولډ_شروع:د :شمارنه:بولډ_پای په لوست:درس کې

ایا خدای واقعیا زمونږ سره خبرې کوي؟

که چیری خدای نه وای نو تاسو به د یوازیتوب احساس نه کولو؟ یا که هغه شتون درلود مګر هغه هیڅکله مونږ سره خبرې نه وای کړې؟

ډیری خلک هیله لري چې دوی په شخصي توګه د خدای غږ واوري او د هغه سره خبرې وکړي. مګر هغه څنګه زمونږ سره خبرې کولی شي؟ ایا هغه ډیر لیرې او ډیر مقدس ندی؟

ډیری خلک په دې باور دي چې خدای پخوا له انسانانو سره خبرې کړې دي، پیغمبرانو سره. شاید تاسو دا هم ووایاست چې خدای د خپلو کتابونو له لارې خبرې کوي. یا هم شاید تاسو باور ولرئ چې خدای تاسو سره په شخصي توګه خبرې کوي - د هغه په ​​کتابونو کې یو داسی څه چې ستاسو ځانګړي اړتیاوې په ګوته کوي، یا حتی په خوب کې. شاید دا یو له هغه دلیلونو څخه وي چې تاسو یی له امله دلته لوستل پیل کړل!

خدای له انسان سره خبرې کوي

په ټولو مذهبونو کې، خلک په دی باندی باور لري چې خدای خبرې کوي. یهودیان، مسیحیان او مسلمانان په دې باور دي چې خدای د تورات او زبور له لارې خبرې کړې دي. په تورات کې، خدای خپل قوانین د موسی علیه السلام په واسطه د اسرائیلو خلکو ته ورکړل. په زبور کې، چې د مزامیر په نامه هم یادیږي، خدای داؤد ته الهام وکړ چې د خدای د ستاینې لپاره سندرې جوړې کړي.

مسیحیان او مسلمانان په دې هم باور لری چې خدای د انجیل له لارې خبرې کړېدی، هغه کتاب چې مونږ پکی د عیسی علیه السلام پیغامونه موندلی شو.

په نهایت کې، مسلمانان په دې باور دي چې خدای د قرآن له لارې خبرې کړېدی، همدا راز په دی هم مسلمانان باور لری چی د معتبر (صحیح) حدیثونو له لارې هم خدای خبری کړیدی.

خدای د پیغمبرانو سره خبرې وکړې

د سپیڅلي کتابونو څخه داسی ډیری مثالونه شته کوم چې دا ثابتوی چی خدای دانسان سره خبرې کړیدی. په تورات کې مونږ ګورو چې خدای په مستقیمه توګه له ابراهیم علیه السلام او موسی علیه السلام سره خبرې کړېدی.

په زبور کې مونږ ډیری ځایونو کی نه شو موندلی چې خدای دی په مستقیم ډول له داؤد علیه السلام سره خبرې کړی وی اما دا د خدای روح وه چې د داؤد علیه السلام  زړه، خوله او ګوتو ته ئی حرکت ورکړ ترڅو داؤد علیه السلام داسی سندری او شعرونه ولیکی د کومو په واسطه چی خدای زمونږ د زړونو سره خبری کوی. ډېر خلک نن سبا هم د داؤد علیه السلام لیکلی سندرې وايي. او کله چی دوی دا سندری وایی نو داسی احساس کوی چی خدا په مستقیم ډول له دوی سره خبری کوی.

داؤد مخکی له دی څخه چی پاچا شی هغه یو شپون هلک و. د هغه ترټولو مشهوره سندره داسی ده چی وائی"رب زما شپون دی". په دې سندره کې داؤد علیه السلام خپل رب د یو کامل شپون سره پرته کوی. تاسو کولای شی د داؤد ددی سندی اوله برخه لاندی ولولئ:

څښتن زما شپون دی، زه هیڅ کمی نه لرم.

هغه ما په شنو څړځایونو کې غورځوي،

هغه ما د خاموشو اوبو څنګ ته رهبري کوي،

هغه زما روح تازه کوي.

هغه ما ته د سمې لارې لارښوونه کوي

د هغه د نوم په خاطر.

که څه هم زه روان یم

په تر ټولو تیاره دره کی،

زه به کله هم  له شر څخه ونه ډار شم

ځکه چې تاسو زما سره یاست.

(زبور، مزامیر ۲۳ : ۱-۴)

بلاخره په انجیل کې، مونږ ګورو چې عیسی علیه السلام د خپلو خلکو سره خبرې کوي. په خپلو خبرو کی هغه د خدای په اړه ډیر معلومات څرګندوي. عیسی په لوی واک سره خبرې کوي، همدارنګه د نرمئ او شفقت سره. هغه د خپلې غوره او مشهوری وینا په پیل کې، کومی ته چی "په غره کې خطبه" هم وائی، هغه خلکو ته وائی او ورته درس ورکوي چې هغه به هیڅکله پخوانی کتابونه لغو یا منسوخ نه کړي:

«داسی فکر مه کوئ چې زه د شریعت یا پیغمبرانو د قانون ختمولو لپاره راغلی یم. زه د هغوی د ختمولو لپاره نه یم راغلی بلکه د هغوی د پوره کولو لپاره راغلی یم.»

(د متی انجیل ۵ : ۱۷-۱۹)

خدای واقعیا دانسان سره خبرې كوي! هغه زمونږ ټولو سره خبرې کوي. کله چې مونږ د هغه کلام لولو او خپل زړونه ورته خلاصوو، نو دا داسې ده لکه چې هغه مونږ سره په شخصي توګه خبرې کوي. یو له د عیسی مسیح د پیروانو د جملی څخه یوه لیکلی دی چې خدای واقعیا د ټولو پیغمبرانو سره خبرې کړې دي:

«په تیرو وختونو کې خدای زمونږ د پلرونو سره ډیر ځله او په مختلفو طریقو سره د خپلو پیغمبرانو له لارې خبرې وکړې."

(انجیل، عبرانیان ۱:۱)

خدای خبرې کوي، مګر دکتاتوری نه کوي

په پورتنیو مثالونو کې تاسو ولیدل چې خدای د خلکو سره په بیلابیلو لارو خبرې کړېدی. هغه لس حکمونه چی په حقیقت کې د خدای لخوا څخه یی موسی علیه السلام ته امر وشو هغه هم هو بهو هغه څه ولیکل چی خدای ورته ویل. حضرت داؤد ته بیا خدای تعالی په خپله هیڅ نه وو ویلی لیکن حضرت داؤد د خدای د روح له خوا وهڅول شو ترڅو هغه څه ولیکلی د خدای روح یی د هغه په زړه کی اچوی چی مونږ د حضرت داؤد لیکلی کتاب د زبور یا مزامیر په نوم پیژنو. خدای پاک د حضرت یعقوب له زوی حضرت یوسف سره په خوبونو کې خبرې وکړې او هغه ته یې وښوده چې نږدې راتلونکی کی به څه پیښ شی.

ځینې ​​​​وختونو کی پیغمبرانو حتی د خدای غږ اوریدلی په داسی حال کی چی دوی ویښ وو. تورات شریف وايي چې خدای له موسی سره په ورته ډول مستقیمی خبری وکړی چی موسی د خدای غږ اوریده. داسی خبری یی وکړی لکه یو څوک چی د خپل ملګری سره خبری کوی.

هغه ثبوتونه کوم چی دا ثابتوی چې مقدس کتابونه نه دي بدل شوي

یهودانو او مسیحیانو د خدای د کلام په ساتلو کې ډیره پاملرنه کړې ځکه چی دواړه د خدای کلام مقدس ګڼي. د تاریخ په اوږدو کی یهودانو خپل کتابونه خورا مهم ګڼلی دی. پخوانیو وختونو کی چی د کتاب د چاپ کولو وسایل نه وو نو کله به چې د مقدس کتاب ورقی زړی شوی، نو دوی به سمدلاسه بله کاپی ترینه ولیکله. کله به چی لیکل تمام شول نو دوی به څوڅو ځل سره مقایسه کړل ترڅو ووینی چی هیڅ حرف یا کلمه یی نه ده بدل شوی حتی په اخر کی به دوی د کتاب توری وشمیرل نو که چیری به یو توری زیات یا کم وو دوی به هغه نه اصلاح کاوه بلکه د سر څخه به یی بل کتاب د اصلی کتاب څخه لیکه ترڅو مطمین شی چی د زوړ شوی کتاب د نوی لیکل شوی کتاب سره هیڅ توپیر نشته او هیڅ توری یی د یوبل څخه زیات یا کم نه دی.

په ۱۹۴۷ کال، په فلسطین کې، د سپیڅلي کتاب زرګونه نسخې وموندل شوې. دا نسخی د میلاد څخه ۱۰۰ کاله ترمخه او د میلاد څخه وروسته تر ۱۰۰ کاله پوری دوران کی لیکل شوی وی. یعنی د ۱۰۰ قبل المیلاد او ۱۰۰ بعد از میلاد کلونو ترمنځ لیکل شوی وی. دی موندنو دا ثابته کړه چی د تاریخ په اوږدو کی مقدس کتاب په ډيره پاملرنه او دقت سره محفوظ ساتل شویدی.

د مسیحیانو د نوې عهد نامې کتاب یا (انجیل) په اوله میلادی پیړی کی لیکل شویدی یعنی د نن څخه څه باندی دوه زره کاله پخوا. نن سبا د همدی مقدس انجیل په زرګونو داسی کاپیانی موجودی دی کومی چی د محمد د پیدایښت او په مکه کی د هغه د تبلیغ د پیل کولو څخه هم لسګونه کاله وړاندی لیکل شویدی.

حتی مقدس انجیل په پنځمه میلادی پیړی کی یعنی د نن څخه شاوخوا ۱۷۰۰ کاله وړاندی په سوریایی ژبه هم ژباړل شوی دی چی نسخه یی تر اوسه موجوده ده.

ژباړه یا ترجمه اصل ثابتوي. مګر مونږ تل اصلي کتاب ته ترجیح ورکوو ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړو چی خدای تعالی په حقیقت کی څه او په کومو الفاظو سره فرمایلی دی. ترجمه د هغه خلکو لپاره بهتره ده کوم چی د مقدس کتاب په اصلی ژبه چی عبرانی ده، نه پوهیږی. مګر د دقیقی معنی باندی د پوهیدو لپاره اړینه ده چی مونږ له اصلی نسخی څخه کار واخلو کومه چی مونږ سره په زرګونو ټوکو  کی موجوده ده.

خدای د خپل کلام ساتنه کوي

موږ ټول په دی باندی باور لرو چې خدای د خپل کلام ساتنه کوي. خو له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې ولې هغه د خپل یو کتاب ساتنه کوي، مګر د نورو نه کوی؟ ولې به هغه عامو خلکو ته دا اجازه ورکړي چې د بدو موخو لپاره د هغه په کتاب کی لاس ووهی او فاسد یی کړي؟

حتی مقدس انجیل په اخر کی په هر هغه چا لعنت کوي چې د خدای کلام بدلوي:

«زه هر هغه چاته چی ددی کتاب پیشګویانی او پیغامونه اوری، خبرداری ورکوم چې که چیری څوک د خپل ځان څخه په هغه کی کوم شی ورزیات کړی، نو خدای به هغه بلاګانی چې په دی کتاب کی بیان شویدی د هغه په سر باندی راولی. او که څوک ددی پیشګویانو او پیغام څخه کوم څه کم کړی نو خدای به هغه د ژوندانه د ونې او سپیځلی ښار نه چی په دی کتاب کی بیان شویدی، بی برخی کړی.»

(انجیل - مکاشفه ۲۲ : ۱۸-۱۹).

ډیری خلک وايي چې یهودانو یا مسیحیانو خپل مقدس کتابونه بدل کړيدی باوجود ددی چی قران هم په دی اړه کوم څه واضح نه لری. د مثال په توګه قران کی یی لیکلی دی چې يهوديانو "کتاب په خپلو ژبو تحریف کړی". (العمران ۷۸). یا یی یوڅه د لنډمهاله ګټی په خاطر لیکلی دی. (بقره ۷۹). مګر داسې هیڅ کومه کلمه په قران کی نه ده لیکل شوی چی ګوندی انجیل فاسد شوی یا پکی تغیرات راوستل شویدی.

حتی قران په یونس سورت ۹۴ جمله کې، محمد ته وایي چې د یهودانو سره د شک په صورت کې مشوره وکړه، ځکه چې خدای دوی ته پخوانی کتابونه ورکړي دي:

«كه چیری ته ای محمده په دې قصو كې چې مونږ تا ته وحي كړې دي په شك كې يې، نو له هغو كسانو پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتابونه لولي.»

——————————————————————————————————————————————————————————————————————

سورت یونس: ۶۴، سورت انعام ۱۱۵، یا سورت کهف ۲۷

همدا راز سورت مائده ۴۶-۴۸ او سورت العمران ۳۲ ولولئ